Pubg king

Call Directions

Pubg king مرغه

05/08/2024

Fallow me

یو‌ ورور کیسه کوي ‼د خور د واده مې شپږم کال روان و، خو زه هیڅکله د خور‌کور ته تللی نه وم، اکثر به مې مور او پلار د خور پ...
04/02/2023

یو‌ ورور کیسه کوي ‼

د خور د واده مې شپږم کال روان و، خو زه هیڅکله د خور‌کور ته تللی نه وم، اکثر به مې مور او پلار د خور پوښتنې ته تلل، یوه ورځ راته میرمن‌وویل چې ستا د خور بچي چې کله هم دلته راځي نو په کور کې ډیر شرارت او ورانی کوي، او ستا مور ورته زما نه پټ کله ګڼدې ورکوي کله د وریجو ګڼډه او کله غوښه ،خپلې مور ته ووایه چې دا زمونږ کور دی خیرات خانه نده، دمیرمن ددې خبرې اوریدلو نه بعد ماته ډیره غصه راغله چې زمونږ په کور کې ډیر په مشکله ګزاره کیږي او زمونږ مور ته وګوره چې خور ته ګنډې ورکوي، یوه ورځ مې خور مونږ کره راغله او کوچني ځوې زمونږ د ټي وي ریموټ مات کړ،ماته ډیره غصه راغله او مور ته مې وویل چې خور ته مې ووایه چې هر وخت نه راځي، او دا ته چې څه پټ پټ ورکوې دا هم بند کړه،مور مې خاموشه وه خو خور مې دا ټولې خبرې اوریدلې وې،لږ وخت بعد مې راته خور وویل چې وروره مونږ کور ته ځو، ما ورته نا زړه وویل پاتې شه، خور مې وویل نه وروره زما د بچو رخصتیانې خلاصې شوې باید لاړ شو.

بله ورځ زما او زما د ورور په مینځ کې د ځمکې په سر لانجه راپورته شوه او ما صاف انکار وکړ چې زه خور ته په ځمکه کې برخه نه ورکوم، نو مور راته په جواب کې وویل چې د لور خو هم حق جوړیږي، ما په دغه وخت پوچ الفاط وویل چې زه هیڅ وخت خور ته برخه نه ورکوم او‌میرمن مې هم خور پسې سپکې سپورې وویلې، مور بیچاره خاموشه شوه او هیڅ یې په جواب کې ونه ویل

مونږ ورونه جدا شو او څه وخت بعد زما ځوې د سرطان په مرض اخته شو، ما خپل مال حال هر څه د بچي په علاج مصرف کړي و، او نور مې د علاج توان نه درلوده،ډیر خفه خپل اطاق کې ناست وم، فکر مې ډیر خراب و، د کور وضعیت مې ډیر خراب و، ګورم چې خور مې د کور په دروازه راننوته نو ما دستي میرمن ته ولیدل او میرمن ته مې وویل چې دا غم بیا راغی، میرمن مې راته وویل هیڅ اړتیا نشته چې غوښه ورته پخه کړو، خور‌مې‌اطاق ته راننوته او زما په سر یې لاس کیښود پوښتنه یې راڅخه وکړه وروره پوهیږم چې ډیر پریشانه یاست، بیا یې راته وویل وروره ما سره بل هیڅ نشته خو دا څو دانې د طلا بنګړي دي دا واخله او د خپل بچي علاج پرې وکړه، بیا یې راته وویل چې دا زر روپۍ ماشومانو په خزانه کې جمع کړي دا هم درسره واخله ځان له پرې میوه واخله

زه خاموشه شوم او خور ته مې د شرم څخه پورته لیدلی نشو، خور مې په تندي ښکل کړم او په ژړغوني غږ یې راته وویل وروره مه خفه کیږه خدای به خیر کړي، چې کله مې خور روانیدله نو شاته مې د خور پښو ته پام شو، زړې او بیکاره ‌څپلکې په پښو وې، او زوړ څپټی یې په سر و، د خور دغه مینې زه په زړه سوری کړم، ما په لاس کې د خور هغه بنګړي کلک نیولي و او په چغو چغو مې وژړل

مونږ ورونه څومره مطلب پرسته یو، خویندې په یوه لحظه کې بیګانه کړو او خویندې د ورورو وړوکی غم هم نشي برداشت کولی ..
زه خو د کیسی سخت وژړولم هغه ټپه ده:

چې خویندي کیني وروڼه ستایي
چې وروڼه کیني خویندې بل ته ورکوينه.

له مور وروسته خور هم د مور په څېر ده، په کور کې ډېر زیات کار هم خویندې کوي، هېڅ وخت له ورور څخه ګیله او شکایت نه کوي، پر هره ستونزه او مشکل صبر کوي، ګناه به ورور وکړي او بدو کې به یې خور سوځېږي.
هېڅ ورور بې خوره مه کړې،
ځوانان ته مې دا پيغام ده چې، د خپلې خور قدر، عزت وکړي، که ورڅخه خپه وي، بښنه دې ترې وغواړي، که واده وي د خور کور ته دې ور شي، ډالۍ دې ورته واخلي، په هر مشکل او ستونزه کې دې له خور سره مرسته وکړي،
یوه نمیه ورځ دې خپلې خور ته ښه ډوډۍ وکړي، له ځان سره دې یې چکر ته بوځي له دې سره به د زړونو څخه کرمه ورکه شي او یو خوشاله ژوند به جوړ کړئ...
#نوټ: که کیسه مو په زړه لګیدلي وی له خپلو ملګرو د بیغام په توګه شریک کړئ مننه ...

12/07/2022

الله عزوجل په په قران مجید کي فرمايي: وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا. (سورة الاعراف: ۱۸۰)

ترجمه: او خاص الله لره دي ټوله ښه نومونه نو وبولۍ دغه الله په هغو ښو نومونو سره.

الله تبارک و تعالی په بل ځای کښي فرمایلي دي:

قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَنَ أَيًّا مَا تَدْعُوا فَلَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى.(سورة الاسرا:۱۱۰)

ترجمه: ووایه اې محمد! تاسي الله ووایاست ، یا رحمن ووایاست هر یو نوم چي وبولۍ او تاسي يې واخلۍ هغه ښه دی نو ده لره ډیر ښه نومونه دي.

لیکن الله تعالي ته چي په هر نامه اواز کوۍ نو الله تعالي جل جلاله په هر نامه اوري او د هر بنده دعا د قبول شرف ته رسوي.



حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل:



الله تعالي لره نه نوي (۹۹) نومونه دي هر چا چي دا نومونه پیاد کړل جیت ته به ضرور داخل سي.(بخاري، مسلم،ترمذي، نسایي، ابن ماجه)

نو هر مسلمان لره ښایي چي دا مبارک نومونه پخپله پیاد کړي او خپلي ټولي کورنۍ ته يې هم ورپیاد کړي، دا ټول نومونه د الله تعالی صفتي نومونه دي.

د الله تبارک وتعالي ۹۹ نومونه

هو الله الذي لا اله الا هو : الله د خدای هغه ذاتي نوم دی چي دده څخه ماسیوا بل لائق د عبادت نسته

الرحمن ← ډيرمهربانه

الرحیم ← ډير رحم کونکی

الملک ← حقیقي بادشاه

القدوس ← د ټولو عیبو څخه پاک

السَّلام ← د ټولو نقصاناتو څخه پاک

المؤمن ← امن ورکونکی

المهیمن. ← ساتونکۍ او نګهبان

العزیز ← پرټولو غالب

الجبار ← ترټولو زبردست

المتکبر ← د برزګۍ خاوند

الخالق ← د هر شي پیداکونکی

البارئ ← ساه اچونکی

المصور ← صورت جوړونکی

الغفار ← ډير بخښونکی

القهار ← پرټولو زورور

الوهاب ← هر شی ورکونکی

الرزاق ← روزي ورکونکی

الفتاح ← اسانه کونکی

العلیم ← پراخ علم لرونکی

القابض ← د هر شي منع کونکی

الباسط ← پراخه روزي ورکونکی

الخافض ← نافرمانانو لره کښته کونکی

الرافع ← لوړونکی د حکم منونکی

المعز ← عزت ورکونکی

المذل ← ذلت ورکونکی

السمیع ← هرڅه اوریدنکی

البصیر ← هر څه لیدونکی

الحکم ← د مخلوقاتو مطلق حاکم

العدل ← انصاف کونکی

اللطیف ← په بارکیو پوه

الخبیر ← خبرداره

الحلیم ← ډير لوی او بزرګ

الغفور ←. د ګناهو بخښونکی

الشکور ← ډير قدردان

العلی ← د لوی مرتبې خاوند

الکبیر ← د ډير لوی شان خاوند

الحفیظ ← ساتونکی

المقیت ← مخلوق ته په روزي سره قوت ورکونکی

الحسیب ← د ټولو لپاره کافي

الجلیل ← د لوی مرتبې خاوند

الکریم ← ډيره سخا کونکی

الرقیب ← لوی ساتونکی

المجیب ← دعا قبلونکی

الواسع ← پراخي ورکونکی

الحکیم ← د لوی حکمت خاوند

الودود ← ډير محبت کونکی

المجید ← د لوی شان خاوند

الباعث ← مړو لره تر مرګ ورسته بل وار راژوندي کونکی

الشهید ← هر وخت په هر ځای کښي حاضر او ناظر

الحق ← بر حق په حقه سره

الوکیل ← لوی کار ساز

القوی ← د قوت خاوند

المتین ← د ډير قوت خاوند

الولی ← مدد ګاره

الحمید ← د حمد او تعریف لایق

المحصي ← د هر شي شمارکونکی

المبدئ ← اول وار پيداکونکی

المعید ← دوهم وار پیداکونکی

المحي ← ژوندی کونکی

الممیت ← مړ کونکی- وژونکی

الحي ← همیشه ژوندی پاته کیدونکی

القیوم ← ډیر قائم ساتونکی

الواجد ← د هر شي بیا مندونکی

الماجد ← د بزرګۍ او لویۍ خاوند

الواحد ← یو او یوازي

الاحد ← یوازي پخپله خداي کښي

الصمد ← بې نیازه

القادر ← د قدرت خاوند

المقتدر ← د قدرت ښکاره کونکی

المقدم ← مخکښي بوتلونکی

المؤخر ← وروسته کوونکی

الاوَّل ← اول تر ټولو مخکښي

الاخر ← تر ټولو وروسته

الظاهر ← څرګند ښکاره

الباطن ← پټ

الوالی ← ډير کارجوړونکی

المتعال ← تر ټولو بلند او برتر

البر ← ښه سلوک کونکی

التواب ← ډير ژر توبه قبلونکی

المنتقم ← د بدله اخیستلو طاقت لرونکی

العفو ← د ګناه عفوه کوونکی

الرؤف ← ډیر شفقت کوونکی

مالک الملک ← د ټوله جهان مالک

ذوالجلال والاکرام ← د بزرګۍ او د عزت خاوند

المقسط ← عادل، انصاف کوونکی

الجامع ← د ټوله مخلوق جمع کونکی

الغني ← بې نیازه

المغنی ← بې نیازه کونکی

المانع ← منع کونکی

الضَّار ← د شر او ضرر خالق

النافع ← نفع رسونکی

النور ← روښانه کونکی

الهادی ← سمه لار ښونکی

البدیع ← بیله نمونې څخه د هر شي پيداکونکی

الباقي ← همیشه باقي کیدونکی

الوارث ← دهر شي وارث ، مالک

الرشید ← د عالم لارښونکی



د الله تعالی درې نور مبارک نومونه



المنعم ← هر سړي ته نعمت ورکونکی

المعطي ← هر چاته ورکړه کونکی

الصبور ← تحمل او برداشت کونکی دېر صبر ناک

فائده:

که څوک غواړي چي دا اسماء الحسنی تلاوت کړي نو ده لره ښايي چي د هو الله الذی لا اله الاهو الرحمن الرحیم پوري وقف ونه کړي بیله وقف څخه يې ووایي ددې څخه وروسته دي د هر نوم مبارک اخري حرف ته پېښ ورکوي او ووايي دي. یو نوم مبارک دي د بل نو مبارک سره مښلوي لکه قدوسُ السَّلامُ الْعزیزُ الْجبارُ تر اخره پوري. او که چيري څوک غواړي چي یو نوم مبارک د ورد یا وظیفې په طریقه سره وايي نو باید چي په اول سر کښي د نامه مبارک د ندا حرف یعني د (یا) حرف زیات کړي لکه یارحمن یا رزاق.




[ الله تعالي لره نه نوي (۹۹) نومونه دي هر چا چي دا نومونه یاد کړل جیت ته به ضرور داخل سي.] (الحدیث)

ماخذ: معلم الدین، صفحه ۴۰۶

سلام
10/08/2022

سلام

laz khabri wro kawa khir de ta nawe ye new song 2022

08/18/2022

نن ده برمل موسم ډیر خوندوار دی

07/16/2022

دا علی وزیر زمانت وشو مبارک شه

Address

Bunn Park, IL

Telephone

+93701531365

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pubg king posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category