Badloon Sahib

Itinéraire

Badloon Sahib Informations de contact, plan et itinéraire, formulaire de contact, heures d'ouverture, services, évaluations, photos, vidéos et annonces de Badloon Sahib, Paris.

((اسلامی لیکنی)) ((ارواه پوهنه)) ((د پند خبری)) 📚✍🏻
هر هغه څه چــی ما لیــکلی،/ زه تاســـو ته ډاډ درکوم، چــی په واقیعت کی رښتیـــا دی! ☑️
مــــلتیا مو غـــــواړم..! 🔰

🔴🟢⚫

کله چی د میلمه ماشومانو څخه په تنګ شی🥹
10/11/2026

کله چی د میلمه ماشومانو څخه په تنګ شی🥹

10/11/2026

د ېوي شمېرې څخه بلي شمېرې ته د پيسو لېږلو طريقه!
Salaam → *741*074######x*50 #
Etisalat → *125*078######x*50 #
Roshan → *123*079######x*50 #
AWCC → *444*1*0700###x*50 #
ATOMA → *776*2*50*077###x #

د ### پر ځای د موبايل شمېره او د 50 پر ځای د پيسو حساب وليکي


゚



10/11/2026

🎧 👉 "که زړه دې تنګ وي، 🥺"
د قرآن تلاوت واوره...

゚



08/11/2026

🥀💔 ژوند ډېر څه را زده کوي، خو ځینې درسونه په درد راکوي...

🤲 یا الله! زموږ په ژوند کې سکون، برکت او خوشحالي راوله.
زموږ د زړونو غمونه لرې کړه او د هرې سختۍ وروسته اساني راکړه.

الحمدلله په هر حال ❤️🤲

#ژوند #صبر #الحمدلله

07/11/2026

له اوسني نظام خو ټول راضي یو
ان شاءالله یو غږ وکړي 🌿

07/11/2026

🥀💔 ژوند ډېر عجیب دی...

ځینې خلک د زړه له کومې مینه درسره کوي،
او ځینې خلک یوازې تر هغه درسره وي
چې ګټه یې درڅخه ترلاسه کېږي. 🖤

خو زه د خلکو په خبرو نه،
د هغوی په عمل باور کوم. 👑

🤲 الله دې زموږ په ژوند کې
ریښتیني او وفادار خلک راولي. ❤️

#ژوند #حقیقت #وفاداري 🥀

01/11/2026
29/10/2026

مازیګر په غټه تیاره کوټه کې د تاوخانې په سر عمر خوړلې سپین ږیرې په سره بړستن کې پښې پټې کړې وې.
په شرپ باران د بام ناوه ډکه جوړوله. د کوټې له چت څخه څاڅکې، څاڅکې اوبه لاندې په غولې په زېړ چیلمچي کې را څڅېدې.
له دهلېزه اوچت غږ راغی.
بابا دا نه کراریږي.
سپین ږیرې خوله څنګ ته ایښې توفدانۍ ته ور کږه کړه
په خوله کې شړېدلی نصوار یې توف کړ او بیا یې ور غبرګه کړه.
وخورئ، ښه سم سره وخورئ د چوړې اولاده. تاسي کله غلمینه هضم کولی شئ. کله به دې انسان اولاد درڅخه جوړیږي؟
په تناره ناست هلکان غلې شول.
د ماښام آذان وشو، سپین ږیری لمانځه ته ولاړ شو.
باران لیږ کرار شو.
نیم سات به وتلی وو چې د کور دروازه وټکېده.
په تناره ناستو ماشومانو منډه ور واخیسته.
شېبه وروسته هلک تیز را ننوت.
بابا بنوڅی کاکا، او برات کاکا راغلې دي.
سپین ږیرې سوړ اسویلی وکړ.
های های ړندې په کراره خو مي نه پرېږدې.
هلک ته یې په خوشکه وویل.
ورشه کوټې ته یې را وله.
په دهلیز کې چاغې مزې ښځې غږ واورید په تېزي سره کوټې ته را ننوته.
سپین ږیرې ته یې بد بد وکتل.
که دې ورسره منلې وه ښه کار به نه وي ګوره.
بیرته ژر ووته
د کوټې په زینو کې برات کاکا غاړې تازه کړې او نیغ په کوټه را غی.
پوښتنه جوړ پخیر وشول، برات مخامخ او بنوڅی د سپین ږیرې تر څنګ کیناست
سپین ږیرې هلک ته وویل.
ورشه اول یوه پیاله چای راوړه بیابه ډوډۍ وخورو.
بنوڅی یې په خوله کې ور ولوېد.
یااا اجي ګله
ډوډۍ نه خورو، کور مي نن هلکان نشته، مال مي تارونار ولاړ ده. یوه لحظه کېنو او بیا ځو.
په جمات کې نن نه ښکاریدې، برات ته مي وویل چې راځه کورته به ورشو.
نو خبره مي دا کوله چې خور دې نن بیا زما او دې برات کره ورغلې وه. او دغه فریاد یې کول چې د ګټې وټې څوک نه لرم اولاد مې د مزدورۍ نه ده، زه په دې ړندو سترګو څنګه دوئ وپالم. نو که له خدای ج سره ښه کوئ زما حق راکړئ.
او دا یې هم ویل چې که مې چیرته تاسې غږ نه اورئ مجبوره یم چې ولسوالي ته ولاړه شم.
سپین ږیری چوپه خوله ناست ؤ.
برات بیل ور غبرګه کړه.
اجې صاب خور ته دې موږ ډیر وویل، چې دغه یو د پلار کور لرې دا په ځان مه دروه، ولاکه دې صبا څوک مړی خښ کړي
خور او لور خو چې حق یوسي بیا له هرڅه خلاصه ده. خو په سر ددې خبرو هم ماته داسي ښکاره شوه چې له دې کاره نه تیریږي
که دې ما منې هسې یوڅه شی ورکړه او له غمه یې ځان خلاص کړه. ته ښه یې شکر جایداد لرې، زامن دې ښه خوارۍ درته کاږي.
ښځه بدرنګه لوښې دی.
صلا بلا بدنامي جوړوي.
سپین ږیرې له ډیرې چوپتیا وروسته زړه نا زړه وویل.
سمه ده صبا غرمه راشئ. خو یوه خبره مې یاد ساتئ چې زما د اولاد حق به نه پرې خورئ.
زه یوازینی کس یم چې دا رسم او رواج مي مات کړ، خلک به څه وايي؟ چې له خولې وتلې غاښ ته حق ورکوي.
برات او بنوڅي خدای پاماني واخیسته.
شپه تیره شوه.
صبا غرمه برات، بنوڅی او د کلې ملک غلام محي الدین د سپین ږیرې کورته راغلل.
غرمه ډوډۍ وخوړه شوه.
بیرګټ وویل
اجي ګله خور دې دیما په کور کې ناسته ده
هلک ور ولیږه چې راشي.
سپین ږیرې مخ په خپل زوی ور واړول.
ورشه ړنده را وغواړه.
نیم سات وروسته د کوټې په وره لومړی کوچنی خیرن ماشوم، او ور پسې تر لاس نیولې په سترکو ړنده ښځه را ننوته.
دواړه غلې د وره تر څنګ کونج کې کیناستل.
سپین ږیرې رډې سترکې ورته ونیوې.
خیرن ماشوم په مړو سترګو په ټولو نظر تېر کړ، بیایي مور ته وکتل.
غلام محي الدین خبره را پورته کړه.
خورې موږ دلته دا ستا په جنجال راټول شوې یو.
یوارې به بیاهم زه غاړې درباندې خلاصې کړم.
ګوره له دې کاره تیره شه
د پلار له کوره، له کلې او هدیرې ځان مه خلاصوه
روزي رسان خدای ج دی.
ښځې غلې وویل.
وروره ماخو جنجال نه دی جوړ کړی.
د خپل پلار له جایداده یې غواړم
بې له هغه مې دلته په راتګ څوک نه ما خوښوي او نه مې هم اولاد.
څنګه وکړم اولاد مي وږی دی.
سپین ږیرې په غضب وویل
مایدن ګله پریږده یې
د انسان شرم په سترګو کې وي.
ددې به نو شرم په کوم ځای کې وی.
خدای ج پیژندلې چې ړنده یې پیدا کړې.
هسې یوڅه ورکړه چې له مخه مي ورکه شي.
له دې وروسته زما له کور، کلې او هدیرې خلاصه ده
مړی یې ولاکه خښ کړم.
ړندې ښځې په ژړغونې غږ وویل.
ټوله ځمکه یو لیمڅی دی.
که چا نه خښولم لېوان خو به مې وخوري.

Adresse

Paris

Site Web

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque Badloon Sahib publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Raccourcis

Partager