12/10/2023
*د کور لوټې آړومه ورته ژاړم*😭
*ماشومان مې لټومه ورته ژاړم*😭
*قرانونه لاندې شوي دي له خاورو*😭
*چې هر یو رالوڅومه ورته ژاړم*😭
*یوې لور دی پلار په غېږ کې ټینګ نیولی*😭
*لاس له لاسه خلاصومه ورته ژاړم*😭
*زانګو ته یې لاسونه ور اږوده دي*😭
*د مور سترګې پټومه ورته ژاړم*😭
*جنګ، غربت او افتونه لویه خدایه*😭
*زه به کوم یو هېرومه ورته ژاړم*😭
*څوک په منډه څوک په ناستې شهیدان وو*😭
*چې صحنې را یادومه ورته ژاړم*😭
*وایم سترګې به مې بیا په چا لګېږی*😭
*چې هر تیر پورته کومه ورته ژاړم*😭
*په څه دومره ګناهګار یوو مونږ خدایه؟*😭
*مات لاسونه سمومه ورته ژاړم* 😭
Today's Best Photo
❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️